شاته

نورستانۍ: که انتخاباتي ټیمونو سره نن هم اختلاف حل نه شو، د رأیو ارزونه پیلوو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره د جمعې د ورځې غونډه يې د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.

د اختلاف د حل په هدف نن (عقرب ۱۸مه) یو ځل بیا دواړه لوري سره کېني.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ماښام (عقرب ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، کمېسیون د بیومټریک معلوماتو نه لرونکې رأیې باطلې مني، خو د دې په خبره دا رایې باید لومړی وکتل شي.

اغلې نورستانۍ وویل: "۲۴۲۳ محلونه چې دوی ورباندې اعتراض لري، باید یو ځل ولیدل شي، که بیومټریک وې، کوډ ریډر موږ لرو چې پر اساس به یې وپېژندل شي او که نه وې، باطلې به وي. موږ باید په هر صورت کې صندوق ته مراجعه وکړو. دوی وايي صندوق ته مراجعه مه کوئ، له همدې ځایه یې باطلې اعلان کړئ."

د هغې په خبره، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرايۍ او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکټونو له دوی سره غونډې کړې او ددغه تصمیم مخالف دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب خپور شوی چې ښيي د ټاکنو کمېسیون له اوو غړو څخه پنځو تنو یې منلې چې د ۲۴۲۳ هغو محلونو رأیې دې وکتل شي چې بیومټریک دستګاه یا د حافظې کارتونه یې ورک دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب خپور شوی چې ښيي د ټاکنو کمېسیون له اوو غړو څخه پنځو تنو یې منلې چې د ۲۴۲۳ هغو محلونو رأیې دې وکتل شي چې بیومټریک دستګاه یا د حافظې کارتونه یې ورک دي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې ویاند فضل غني حقمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي په ټول هېواد کې رأیې بېرته له سره وشمېرل شي او یوازي دې بیومټریک رأيې معتبرې وګڼل شي.

"نه یوازي دا محلونه چې کمېسیون یې شمېر په ډاګه کړی، تفتیش او بازشماري شي؛ بلکه موږ غواړو په ټول افغانستان کې په ټولو محلونو کې رایې له سره وشمېرل شي. ځکه چې موږ د درملوګ کمپنۍ پر راپور باور نه لرو او ارقام یې موږ ته د منلو وړ نه دي."

درملوګ یوه جرمني کمپنۍ ده چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بیومټریک رایو د تصفیې مسؤلیت لري.

همداراز د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، لومړی چې څلورو مواردو ته پام ونه شي، هېڅ رایې باید بیرته ونه شمېرل شي.

"درملوګ او کمېسیون ژمنه کړې وه چې شپږ مورده رأیې به دوی تصفیه کوي چې دې کې تکراري عکسونه، تکراري ګوتې، له عکس څخه عکس، جي پي اس، رأی ورکولو وخت او د کوچنیانو د عکسونو مسئله ده. زموږ تمه دا ده چې کمېسیون مخکې تر دې چې دغه رایې نه وي تصفیه شوې، د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه پیل نه کړي."

ښاغلي خوځون زیاته کړه، تر هغه وخته چې د دغو مواردو برخلیک نه وي معلوم شوی، دوی به بیا شمېرنه او تفتیش ونه مني.

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم استازی سید خالد سادات بیا وايي، د یو شمېر انتخاباتي ټکټونو دا ډول مخالفتونه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کار کې لاسوهنه ده.

"دوی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون وخت ضایع کوي. په انتخاباتي پروسه کې مداخله کوي او غواړي د رایو نتایج پر خپل وخت اعلان نه شي. او دا پرته له شکه د انتخاباتو پر نتایجو مستقیم اغېز کوي او ممکن په داسې حالاتو کې د ټاکنو نتایج پر خپل وخت اعلان نه شي."

د ۲۴۲۳ محلونو د بیومټریک دستګاه یا د حافظې کارتونه ورک شوي، کمېسیون غواړي ددغو محلونو رأیې یو ځل وګوري، خو یوشمېر کاندیدان وايي دا رأیې د طرزالعمل له مخې باطلې دي او کتلو ته یې اړتیا نشته.
د ۲۴۲۳ محلونو د بیومټریک دستګاه یا د حافظې کارتونه ورک شوي، کمېسیون غواړي ددغو محلونو رأیې یو ځل وګوري، خو یوشمېر کاندیدان وايي دا رأیې د طرزالعمل له مخې باطلې دي او کتلو ته یې اړتیا نشته.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسې وویل، د رایو نه شمېرل کېدو په نتيجه کې د رایو نتایج مخکې هم ځنډېدلي او دا کار افغانستان د بحران خوا ته وړلای شي.

اغلې نورستانۍ وویل، که د شنبې د ورځې غونډه که نتيجه ورکړي که نه، کمېسیون به د رایو ارزونه پیل کړي او د انتخاباتي ټکټونو معترض استازي کولای شي د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون ته مراجعه وکړي.

د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د میزان په ۶مه وشول. د پخواني انتخاباتي مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه لومړني نتایج د میزان په ۲۷مه او وروستي يې، د عقرب په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون دا کار ونه شو کړای.

له نوي انتخاباتي مهالوېش سره سم کمېسیون ویلي چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ به یې د قوس په ۱۵مه نېټه اعلان کړي.