شاته

مولانا عبدالله: ممکن لومړنۍ پایلې د 'لړم پر۲۳مه' اعلان نشي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر مولانا عبدالله وايي، ستونزو ته په کتو فکر نه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې دي د «لړم پر۲۳مه» نېټه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د د روانې «لړم میاشتې پر ۲۳مه» نېټه اعلان شي.

خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د جمعې په ورځ د نومبر پر ۸مه «لړم۱۷مه» په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د کمېسیون کارې ظرفیت او د لارې اوږدوالې ته په کتو، ممکن لومړنۍ پایلې پر ټاکل شوې نېټه اعلان نشي.

هغه وویل:"زموږ کاري ظرفیت ته په کتو، د لارې اوږدوالی او هغه ستونزې، چې په مخکې لرو، زما په نظر د لومړنیو پایلو اعلان به د لړم پر ۲۳مه ممکن نه وي."

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله د ۸۴۹۴ مرکزونو د رایو د بیا شمېرلو په هدف کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.

نوموړی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ تېره ورځ وویل، چې ټاکل شوې د ۸۴۹۴ مرکزونو رای له سره وشمېرل شي.

ښاغلي ننګ پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل، چې د رایو د بیا شمېرلو په هدف ولایتونو ته د ټاکنو کمېسیون د پلاي سفرونه پيل شوي دي.

هغه وویل:"د رایو د بیا شمېرلو بهیر رسماً پیل شوی دی، زموږ کار کوونکي معرفي شوي دي، مکتوبونه لاسلیک شوي دي."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شوې، چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې تاکل شوې وه لومړنۍ پایلي یې د میزان میاشتې پر ۲۷مه نېټه اعلان شوي وای، خو د ټاکنو کمېسیون د یادې نېټې د ځنډېدو خبر ورکړ او د لړم ۲۳مه یې د لومړنیو پایلو د اعلان په توګه وټاکله.