شاته

داعش په افغانستان کې اډه جوړوي- د روسیې استخبارات

د روسیې د استخباراتو مشر د پنجشنبې په ورځ (نومبر۷) ویلي دي چې داعش په مرکزي اسیا کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې مرکز جوړوي.

د روسیې خبري اژانس تاس د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو فدرالې ادارې مشر، الګساندر بورتنیکوف، له خولې لیکلي دي:" موږ په افغانستان کې د داعش د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو شاهدان یو."

هغه نه دي ویلي چې دا ډله دقیقآ د افغانستان په کومه سیمه کې د اډې جوړولو هڅې کوي. تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې داعش د افغانستان په شمال کې ځای په ځای کېدل غواړي، خو افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړې وې.

د روسیې دغه چارواکي ویلي دي چې داعش غواړي د خپلو بریدونو لپاره د مرکزي اسیا له افراطیانو او اورپکو څخه کار واخلي.

افغان چارواکي بیا وايي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ماته کړې ده.

نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تاجیکستان تېره ورځ (نومبر۶) ادعا وکړه چې له افغانستان څخه د داعش یو شمیر مخ پټ وسله وال ور اوښتي او د هغوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا رده کړه. د وزارت ویاند روح الله احمدزي امریکا غږ سره په خبرو کې ددغې ادعا د ردولو تر څنګ وویل چې د تاجیکستان چارواکي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هیڅ اسناد او شواهد په لاس کې نه لري.

ښاغلي احمدزي وویل "د افغانستان له خاورې پر هغوی باندې برید نه دی شوی، دا برخورد د تاجیکستان ځواکونو سره د تاجیکستان په خاوره کې دننه شوی دی او هم داعشي ترهګر د تاجیکستان په خاوره کې وو البته".

د تاجیکستان چارواکي وایي په دغه برید کې د هغوی یو پولیس، یو سرحدي ساتونکی او ۱۵ بریدګر وژل شوي او پنځه نور یې ژوند نیول شوي دي.