BBC
 شاته

ترکیه وايي، د ابو بکر البغدادي یوه مېرمن یې نیولې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان وايي، ترک چارواکو د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه مېرمن نیولې ده. ولسمشر رجب طیب اردګان وویل، د البغدادي د مېرمن د نیول کېدو په اړه لومړی ځل جزییات په ډاګه کوي.