BBC
 شاته

پاني پت فلم: د احمدشاه ابدالي د رول په تړاو غبرګونونه

په ۱۷۶۱ کال کې د افغانانو او مرهټه امپراتورۍ تر منځ د هند پانې پت سیمې خونړۍ جګړې پر تاریخي موضوع د نوي چمتو شوي هندي فلم 'پاني پت، یو لوی خیانت' اعلان یا ټرېلر یوه ورځ خپور شوی او په افغانستان کې یې بېلا بېل غبرګونونه ورته څرګند شوي دي. دغه اندېښنه، سیاستوالو، پخوانیو دیپلوماتانو او فرهنګي فعالانو هم څرګنده کړې ده.