شاته

ارګ، کابل کې د امریکا سفارت او ملګرو ملتونو افغانستان کې پروني بریدونه وغندل

ولسمشر محمد اشرف غني، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس او کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په افغانستان کې په پرونیو حملو کې د ملکي خلکو وژنه وغندله.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني، بغلان، تخار، ارزګان، پکتیکا او کاپیسا کې، ولسي خلک د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون (نومبر ۲مه) پر ټویټر ولیکل چې یوازې د ماین په دریو چاودنو کې پرون ۱۶ ملکي وګړي ووژل او ۱۵ زخمیان شول.

د تخار د درقد ولسوالۍ په طاهریانو کلي کې پرون د ماین چاودنې د ښوونځي ۹ زده کونکي ووژل شول.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې بیګا رسنیو ته استول شوې راغلي چې "طالبان نه شي کولائ چې په داسې وحشیانه حملو د افغانستان د نوي نسل عزم چې تعلیم او پرمختګ غواړي، مات کړي."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي چې د بې ګناه خلکو ژوند ته داسې څرګنده بې پروايي غندي.

ښاغلي بس پر خپل ټویټر لیکلي، "دا طالبان دي چې په افغانستان کې د سولې مخه نیسي."

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په وسله والو نښتو کې د کوچنیانو مرګ ژوبله پر بشري حقونو جدي تیری ګڼي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې د ماین په چاودنه کې ټول وژل شوي ماشومان د ابوذرغفاري د ابتداييه ښوونځي زده کونکي وو.

هجري وویل چې د طاهریانو کلی د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.

خو د فرانسې خبري اژانس ته یې په زغرده ویلي چې د ښوونځي په لار کې ماین وسله والو طالبانو ايښی و.

وژل شوي زده کونکي د ۷ او ۱۲ کلونو ترمنځ او ټول هلکان وو.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې څلور ماشومان د یوه کور چې په خپله په طالبانو کې دي، وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پېښې مسئولیت نه دی منلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر (یوناما) پرون ویلي چې د بشري حقونو د ادارې یوې ډلې یې په تخار کې د پېښې په اړه د حقیقت موندلو هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر سید حفیظ الله فطرت پرون ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه، د افغانستان په جګړه کې، که د حکومتي ځواکونو عملیات دي یا د دولت د مخالفو ډلو حملې دي، اکثره ماشومان اوښځې وژل کېږي چې د سختې اندېښنې وړ ده."

ښاغلي فطرت وویل چې په درقد کې پرون یو زده کونکی زخمی شوی دی.

هغه په جګړه کې پر ټولو ښکېلو ډلو غږ وکړ چې د خلکو د ژوند حق ته درناوی وکړي.

ملګرو ملتونو تېره میاشت په افغانستان کې د ملکي تلفاتو یو رپوټ خپور کړ .

په رپوټ کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې د دوبي په دریو میاشتو (جولای، اګست، سپټمبر) کې د ملکي خلکو تلفات د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۴۲ فیصده زیات شوي وو.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې د اکټوبر په ۱۷مه، اسوشېټډ پرس اژانس ته وویل چې د دې میلادي کال په وروستیو نهو میاشتو کې تر ۸۰۰۰ زیات ملکي افغانان وژل شوی او زخمیان شوي دي.

هغې وویل چې د ملکي تلفاتو۴۱ فیصده ماشومان او ښځې وې.

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل رپوټ کې د ملکي تلفاتو د ډېرې برخې پړه پر وسله والو ډلو لکه طالبانو وراچولې وه.

د روان میلادي کال په مې میاشت کې په غزني کې د ماین په چاودنه کې اوه ماشومان وژل شوي وو.

تر هغه یوه میاشت مخکې، په لغمان کې ۷ ماشومان د لوبو پرمهال د یوې مرمۍ په چاودنه کې ووژل شول او ۱۰ کوچنیان زخمیان شول.