شاته

طالبان د سمنګان د سکرو له کانونو "په کال کې ۴۳۲ میلیونه افغانۍ باج اخلي"

په سمنګان ولایت کې د طالب وسله والو د فعالیت د زیاتوالي له امله په ګڼ شمېر ولسوالیو کې دولتي ادارې بندې دي او بلواګر هڅه کوي څو د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو کنټرول هم خپل کړي.

د سمنګان د ولایتي شورا استازي ادعا کوي چې د طالب وسله والو د فعالیت له امله د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې دولتي ادارې غیر فعالې شوې دي او دولتي مامورین د هغوی پر وړاندې د شته امنیتي ګواښونو له امله خپلو دندو ته نه حاضریږي.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي راز محمد ازادي راډیو ته ویلي، طالبان د دغه ولایت په ۸۵ سلنه خاوره حاکمیت لري.

د ولایتي شورا مشر په دې اړه ووېل: " د ولایت او ولسوالیو وضعیت ښه نه دی، د دره صوف بالا او پاین او همدا راز د روی دو آب ولسوالیو لارې بندې دي. دولتي ادارې په دغه ولسوالیو کې فعالې نه دي ځکه ۸۵ تر ۹۰ سلنه خاوره کې طالبان واکمن دي او دوی په حضرت سلطان او خرم و سارباغ کې هم شته دي."

حاجی راز محمد وايي چې د سمنګان مرکز ایبک ښار سره د ولسوالیو پر مواصلاتي لارو د نا امنۍ له امله طالبان له دره صوف ولسوالیو څخه بلخ او نورو ولایتونو ته د ډبرو سکرو د لېږد له ګاډو غیر قانوني اخاذۍراټولوي.

د سمنګان د ولایتي شورا د مشر په خبره چې د دره صوف ولسوالیو څخه د سمنګان مرکز او بلخ ولایت ته په ورځ کې ۳۰۰ ګادي د ډبرو سکاره لېږدوي چې طالبان په هر ځل له هر ګاډي ۴۰۰۰ افغانۍ باج اخلي.

هغه زیاته کړه: " هغه پوستې چې د لارو په اوږدو کې وې اوس دولت پورته کړي دي، طالبان د ډبرو سکرو د لېږد له ګاډو ۴۰۰۰ افغانۍ اخلي، پخوا یې په میاشت کې ۷ زره افغانۍ اخیستې خو اوس په ورځ کې ۴ زره باج اخلي."

د ولایتي شورا د استازو د ادعاو پر بنسټ چې طالبان هر میاشت د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالیو د ډبرو سکرو د لېږد له کاروانونو ۳۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي.

د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سمنګان د ډبرو سکرو د لېږد له کاروانونو څخه د طالبانو د باج اخیستنې موضوع تائید کړه.

هغه وویل چې طالبان په هڅه کې دي څو د دره صوف ولسوالیو د ډبرو سکرو د کانونو د رایستلو کنټرول خپل کړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:" د هغوی موخې د ډبرو سکرو له کاروانونو څخه باج اخیستل دي، او غواړي چې په دره صوف ولسوالیو کې د ډبر سکرو د کانونو د کیندنې چارې خپلې کړي."

سره له دې چې د سمنګان ولایتي شورا حکومتي چارواکي د دغه ولایت د ډبرو سکرو د لېږد د لارې د امنیت په خوندي ساتلو کې پر بې پروايۍ تورنوي، خو د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به په دره صوف ولسوالیو کې او د سمنګان- بلخ پر لویه لار به د طالبانو د ځپلو په هدف پوځي عملیات ترسره شي.

د معلومات پر بنسټ حکومت د دره صوف ولسوالیو د ډبرو سکرو له کانونو څخه په کال کې ۱.۵ میلیارده افغانۍ ترلاسه کوي، خو طالب وسله وال بیا له همدې کانونو د رایستل شویو سکرو د لېږد له کاروانونو څخه ۴۳۲ میلیونه افغانۍ باج اخلي.

د یادولو ده، چې تر دې پخوا یوه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته تائید کړې وه چې د یادې ډلې غړي د سمنګان د ډبرو سکرو د لېږد لارې د امنیت خوندي ساتلو لپاره مالیه ټولوي.

مجیب الرحمن حبیب زی