BBC
 شاته

"د هلمند ولايت امنيتي ځواکونو کې خيالي سرتېري شته"

Image copyright hayatullah

د افغانستان په جنوب کې د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات بي بي سي ته ويلي، د دوی موندنې ښيي چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو په ليکو کې خيالي سرتېري شته.

نوموړی وايي، په دې تړاو د پلټنو له پیله روښانه شوې چې د لسګونو خیالي سرتېرو معاشونه اخیستل کېدل.

د هلمند ولایت د چارواکو په وینا تر دې دمه په دغه ولایت کې د څلور او پنځو سوو ترمنځ خیالي پولیس په ګوته شوي دي چې اوس یې پر ځای نوي کسان په دندو ګومارل شوي.

دا لومړی ځل دی چې یو سیمه ییز لوړ پوړی چارواکی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شتون مني چې معاشونه یې اخیستل کېږي خو سرتیري یې نشته.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو، چې دغه خیالي شمېرې د هلمند د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دي، خو د هلمند والي حیات الله حیات وايي ډېری دغه شمېر سرتیري خدمتي دي.

نوموړی وايي "د نادعلي، مارجې او لښکرګاه په ګډون څو ځایونو کې مو له څلورو تر پنځو سوو ملي او سیمه ییز پولیس موندلي، چې په خپلو ځایونو کې نه وو".

نوموړی وايي اوس يې دغه کسان لرې کړي او پر ځای يې نويو کسانو ته روزنه پیل کړې ده. د ښاغلی حيات په وينا "په دې کې شک نشته چې دلته خیالي کسان موجود وو".

Image copyright MoD

د افغانستان د پوځ او پولیسو په لیکو کې د زرګونو خیالي سرتېرو شتون پر موضوع له څو میاشتو راهیسې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې بحثونه کېږي او خلکو ته یې اندېښنې راولاړې کړې دي.

دغه خبرونه تر ډېره د سیمې د خلکو او سیمه ییزو چارواکو له خوا رسنیو ته ورکړل شوي وو.

د هلمند د والي له خوا د خیالي سرتېرو شتون رسمي تایید په داسې حال کې کېږي چې وړاندې تر دې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل کې دې ټکي ته اشاره کړې وه او ژمنه یې وکړه د امنیتي ځواکونو د هویت د ثابتولو لپاره به عصري سیستم جوړ شي.

دا مهال د هلمند ځينې برخې د مخالفو وسله والو په ولکه کې دي. د هلمند والي حیات الله حیات وايي د مخالفو وسله والو لاس ته د امنیتي پوستو لوېدلو یو عمده لامل د کافي ځواکونو نه شتون دی.

نوموړی وايي حکومت باید په دغه ولایت او ټول افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د ارزونې په چارو کې پراخ بدلون رامنځ ته کړي.

د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شتون موضوع نوې خبرې نه ده بلکې د روان میلادي کال په سر کې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې "سیګار" هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې کابل او واشنګټن ته د افغان امنیتي ځواکونو کره شمېرې نه دي معلومې.