شاته

ټرمپ: امریکا تر ۴٠٠ کالو پورې د کردانو د حفاظت ژمنه نه وه کړې

د ترکي پوځيانو او کردي ملیشو ترمنځ پنځه ورځنی اوربند د سې شنبې په ورځ (اکتوبر ٢٢) پاي ته رسېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ارودغان د روسیې په سوچي ښار کې د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د لیدنې مخکې ټینګار وکړ چې که کردي ملېشې د سوریې او ترکیي له سرحد نه په شا نه شي، انقره به خپلو پوځي بریدونو ته زور ورکړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، امانوئل مکرون پرون له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له ډیپلوماتیکو لارو یې د سوریې په شمال کې د اوربند د غځېدو او د کړکېچ د ختمېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له سوریې نه د امریکایي عسکرو ایستل، نه یوازې کردان او د امریکا د کانگرس غړي، بلکې په سیمه کې سعودي عربستان، اردن، او اسراییل هم اندیښمن کړي دي.

خو د امریکا ولسمشر ویلي چې د ترکیې لخوا د سوریایي کردانو پرضد په عملیاتو کې امریکا هیڅ لاس نلري.

ولسمشر ټرمپ پرون په یوه مرکه کې وویل چې امریکا د کردانو سره هیڅ کله دا ژمنه نه وه کړې چې تر ۴۰۰ کالو پورې د دوي لپاره جنګیږي او په سیمه کې به د کردانو ساتنه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې یو کم شمیر امریکایي عسکر به د سوریې په شمال کې پریږدي چې د تېلو د زېرمو امنیت وساتي.

کردانو خبرداری ورکړی وو چې د سوریې له شمال څخه د دوی په وتلو سره به سلګونه داعش وسله والو ته د تېښتې او بیا راټولېدو زمینه برابره شي. امریکا هم په یو ډول په سیمه کې د داعش د بیا راګرځېدو څخه اندېښنه لري.

د پنځو ورځو راهیسې چې ترکانو د خوندي سیمې را منځته کیدو نیت کړی او د سوریې دموکراتیک ځواکونه یې له سیمې نه وتلو ته اړ کړي څه د پاسه ٢٠٠زره خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي.

د امریکا د کانګرس اکثره غړي، له سوریې څخه د امریکا ناڅاپي وتل د یوه باوري متحد په توګه د امریکا اعتبار ته زیان رسوي او د دې اقدام نه یوازې روسیه گټه اخلي.

په دې وروستیو کې د ترکیې او روسیی ترمنځ همکاري ډیره شوې وه او د جولای میاشت کې ترکیې له روسیې نه د S-400 توغندیو سیستم واخیست چې د واشنګټن قهر یې راوپارو او په انقرې باندې یې د امریکا د بندیزونو احتمال ډیر کړ.