شاته

امریکا سوریه کې د داعش د مخنیوي لپاره ځينې عسکر ساتلي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي چې د سوریې په شمال-ختیځ کې یې د تیلو زیرمو ته نژدې ځيني سرتېري ساتلي دي چې دا سیمې داعش ونه نیسي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۲۱) وویل چې لا د دغو سرتېرو د شمېر او نورو اړوندو مسایلو په اړه هېڅ پلان ولسمشر ټرمپ ته نه دی سپارل شوی.

نوموړي وویل: "موږ دا مهال سیمې ته نژدې په ځینو ښارونو کې عسکر لرو. د دغه کار هدف دا دی چې د داعش او نورو ډلو د عایداتو مخه ونیول شي، هغه ډلې چې غواړي د دغه عاید له لارې ورانکاري وکړي."

په همدې حال کې یو شمېر امریکايي پوځيان چې له سوریې څخه وتلي وو، نن عراق ته ورسېدل. له سیمې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې امریکايي پوځيان په زرهي موټرو کې له سوریې نه د عراق شمالي ولایت دهوک ته اوړي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د شنبې په ورځ وویل چې ۱۰۰۰ پوځیان به د سوریې له شمال څخه ووځي او په پام کې ده چې د عراق په سویل کې د داعش پر ضد مبارزه وکړي.

د امریکا او ترکیې ترمنځ د یوه توافق له مخې په سیمه کې مؤقت اوربند نافذ دی خو کردي ملېشې وایې چې د ترکيي پوځیان پرې ډزې کوي.

اوربند د سه شنبې په شپه ختمېږي. تردې وړاندې باید کردي ملېشي د سوریې او ترکيې په سرحد کې له امنو سیمو څخه ووځي. انقره وایې که ژمنې عملي نه شي، ترکي پوځيان به خپلو عملیاتو ته زور ورکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي: "اوس د ۱۲۰ ساعتونو اوربند نافذ دی. ددغو ساعتونو ډېره برخه تېره شوې. موږ سبا د روسیې سوچي ښار ته سفر لرو. په دغه مجلس کې به موږ پر دې بهیر له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړو او له هغه وروسته که خدای کول، موږ به نور اړین اقدمات وکړو. "

همدارنګه مسکو د کردانو او د سوریې د حکومت ترمنځ پر جوړجاړي ټینګار کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې هېواد یې د مذاکرو زمینه برابرولې شي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې د سوریې له شمال څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو امر ورکړ چې وروسته بیا ترکیې هلته د کردانو پر ضد عملیات پیل کړل.