شاته

غني او اسپر د افغانستان پر سولې او امنیت خبرې وکړې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۰) په ارګ کې سره ولیدل.

د ارګ اعلامیه وايي:" دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر همکاریو بحث او خبرې وکړې."

په اعلامیه کې همدغه راز د ښاغلي اسپر له قوله لیکل شوي دي چې هغه "د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو او په دغه ملي بهیر کې د خلکو د ګډون په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت هڅې وستایلې. "

د دغې اعلامیې پر بنسټ، ولسمشر غني هم د امریکا د دفاع وزیر ته "په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د عملي او سیستماتیکو اقداماتو" په اړه معلومات ورکړل.

مارک اسپر د یکشنبې په ورځ ناڅاپه کابل ته ولاړ. د هغه د سفر په اړه له مخکې معلومات ورکړل شوي نه وو.

نوموړي هغو خبریالانو ته چې ورسره په سفر کې دي، ویلي دي: "هدف دا دی چې د سولې یو تړون او سیاسي جوړجاړي وشي، دا د وړاندې تګ لپاره تر ټولو غوره لار ده."

ښاغلي اسپر همدغه راز ویلي دي چې ښايي امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي، هغه وايي دا کار به په افغانستان کې د القاعدې او داعش پر ضد روان جنګ نه زیانمنوي. دا مهال امریکا په شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتیري لري .