شاته

امریکا د ویزو لاټرۍ له لارې لسګونه زره خلکو ته اقامه ورکوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۹م د نومبر پنځمه به د ویزو لاټرۍ ته د درخواستونو د سپارلو وروستۍ نيټه ده.

دا پروګرام د ۲۰۲۱ کال لپاره دی. ټاکل شوې چې د دغه پروګرام له لارې ۵۵زره خلکو ته د لاټري له لارې د امریکا اقامه ورکړل شي.

په سږني پروګرام کې د پاکستان او بنګله دېش وکړي شامل نه دي. خو د افغانستان اوسېدونکي کولی شي چې په دغې قرعه کشۍ کې خپل بخت وازمايي.

دا پروسه وړیا ده او ټول معلومات یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ویبسایټ کې شته.

دغه بهیر ته نوملیکنه د ۲۰۱۹ د اکتوبر په دویمه (میزان۱۰) پیل شوې او د نومبر په پنځم (عقرب۱۴) ختمیږي. دا قرعه کشي له شاوخوا ۳۰ کلونو راهېسې روانه ده او هرکال لسګونه زره خلک پرې امریکا ته راځي.

په دغه پروګرام کې هر هغه کس چې له دولسم ټولګي څخه فارغ وي او په یوې برخې کې لږ تر لږه دوه کلنه تجربه ولري، برخه اخستلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷م د اکتوبر په میاشت کې د دغه پروګرام د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ له هغه وروسته داغوښتنه وکړه چې یو ازبکستاني په نیویارک کې په ډزو کې اته تنه ووژل. دغه کس د لاټرۍ په ویزې امریکا ته راغلی و.