شاته

ایسپر: له سوریې څخه به یو شمېر پوځیان عراق ته ولېږدول شي

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، له سوریې څخه شاوخوا زر ایستل کېدونکي امریکايي پوځیان به تر ډېره ښايي د عراق په لوېدیځ کې ځای پر ځای کړي چې د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې پر ضد په جګړې تمرکز وکړي.

ایسپر پرون (شنبه) د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې، چې منځني ختیځ ته روانه وه؛ وویل، د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو د ایستلو سرعت یې د ورځو خبره نه ده بلکې د اوونیو ده.

ده زیاته کړه، د عراق په ختیځ کې به امریکايي پوځیان دوه لوی هدفونه ولري چې یو د عراق له دفاع سره مرسته ده او دوهم د داعش پر ضد مبارزه ده.