شاته

زرګونو تنو د سوریې پر شمال د ترکیې د حملې په اعتراض کې مظاهرې وکړې

زرګونو تنو په پاریس او د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اعتراض کې مظاهرې وکړې.

د جرمني په کولن ښار کې د پروني لاریون تنظیموونکو د خپل هیواد له حکومته وغوښتل چې یوازې پر انتقاد بسنه ونه کړي او د ترکیې د پوځي عملیاتو پر ضد کلک ګامونه واخلي.

د دوی په وینا د جرمني حکومت باید د ملګروملتو له امنیت شورا وغواړي چې پر ترکیې فشار راوړي.

د هامبورګ، برلین، شوتوتګارت او فرانکفورت په شمول د جرمني په نورو ښارونو کې د څلور نیم زره تنو په ګډون لارینونونه وشول.

له بلې خوا د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې نژدې زر تنو مظاهره وکړه او د سوریې په شمال کې یې د ترکیې حملې وغندلې.