شاته

په سوریه د اوربند د ماتیدو نښې نښانې

د پنځه ورځني اوربند سره سره چې د جمعې په ورځ عملي شوی دی ، نن شنبه د ( اکټوبر ۱۹) د ترکیې او سوریې په سرحد کې سهار وختي لوړ لوګي لیدل شوي دي.

له سوریې سره په سرحد کې د ترکیې نظامي وسایط د چمتوالي په حال کې لیدل شوي.

که څه هم د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند پر ځای دی خو د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د جمعې په ماښام په یوې بیانه کې وویل اوربند ناکام دی.

په اعلامیه کې ویل شوي:" په دوامدار ډول هوايي بریدونه، د ټانکونو، راکټونو او نورو درندو وسلو ډزې روانې دي."

جمهور رئیس ټرمپ وايي امریکا له ترکیې سره ښه پرمخ ځي او سوریې سره د هغه هیواد قرار داد چې د امریکا په منځګړیتوب ترلاسه شوی، پر ځای دی.

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو پرون جمعه په بروکسل کې د سوریې په شمال کې د ناټو مشرانو ته د اوربند په اړه توضیحات ورکړل.

ښاغلي پمپیو وویل: "هیله من یو چې په راتلونکو ساعتونو کې ترکیه چې زموږ سره د قرار داد برخه وه او په سیمه کې وای پي جي "YPG" جنګیالي، شوي تعهدات جدي ونیسي او په راتلونکو ۹۶ ساعتونو کې هغو ژمنو ته ورسیږو چې د قرار داد له لومړۍ تر ۱۳ مادې ذکر شوي دي."

د ترکیې جمهور رئیس خبرداری ورکړی که کردي جنګیالي د څلورو ورځو په موده کې له استثنا پرته له ټاکل شوي زون څخه دیرش کیلومتره په شاه نشي دوی به خپل عملیات له سره پیل کړي.

بلخوا د سوریې حکومتي ځواکونه او کردي جنګیالي د هغه هیواد شمالي ښار کوباني ته تللي څو له ترکي ځواکونو سره احتمالي جګړې ته ځانونه چمتو کړي.

ددغې سرحدي سیمې اوسیدونکي په سیمه کې د امنیت په اړه ژوره اندیښنه لري.

د ترکي ځواکونو او سوري کردي جنګیالیو ترمنځ جګړه یوه اوونۍ مخکې هغه مهال پیل شوه چې امریکايي پوځیان له سوریې ووتل او ترکیې اعلان وکړ غواړي په خپله پوله کې له هغه هیواد سره د امن یوه خوندي سیمه جوړه کړي.