شاته

ترکیې د داعش تښتیدلي غړي نیولي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي د داعش ۴١ هغه مشکوک غړي یې بیرته نیولي دي چې تیره اونۍ په سوریه کې له زندان نه تښتیدلي وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، همداشان اعلان کړی دی چې ١٩٥ نور مشکوک کسان پدې وروستیو ورځو کې بیرته نیول شوي دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، له دې دمخه کردي ځواکونه پدې تورن کړي وو چې پر سوریې باندې د ترکیې د بریدونو له پیل کیدو وروسته یې شاوخوا ٧٥٠ داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي له زندان نه خوشې کړي دي.

ترکي رسنیو ددغه هیواد د مقاماتو له قوله ویلي چې ټاکل شوې هغه ترکان چې پدغو نیول شویو کسانو کې شامل دي په ترکیه کې زنداني او هملته محاکمه شي.

د ترکیې دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی چې دغه کسان او د هغوی د کورنیو غړي د سوریې د هغو ځواکونو له خوا نیول شوي دي چې ترکیه یې ملاتړ کوي.

ددغه تلویزیون د رپوټ له مخې هغه اروپایان چې ددغو نیول شویو کسانو په ډله کې دي ټاکل شوې د الیپو ښار په شمال کې د ترکیې تر کنترول لاندې سیمې ته انتقال شي.