BBC
 شاته

ملګرو ملتونو هسکه مېنه کې برید وغانده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرڅ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پرون ورځې برید وغانده چې د ځايي چارواکو په خبره، په کې له شپېتو ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵ ټپیان شوي دي. تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.