شاته

د لبنان پراخې مظاهرې دوهمې ورځ ته وغزیدلې

په ټول لبنان کې روانې مظاهرې چې د هیواد د اقتصادي کړکیچ د حل لپاره د "حکومت د ناسم مدیریت" په اعتراض کې پیل شوي، د جمعې ورځې ته هم وغزیدلې.

دا د ٢٠١٥ کال راهیسې په لبنان کې سترې مظاهرې دي او څارونکي پدې باور دي چې ددغو اعتراضونو پراخوالی کولای شي په هغه هیواد کې یو نوی سیاسي کړکیچ رامنځ ته کړي.

یو شمیر مظاهره کوونکو ویلي تر څو چې دولتي مقامات له خپلو دندو گوښه نشي خپلو مظاهرو ته په دوام ورکړي.

پداسې حال کې چې مظاهرې تقریبآ د لبنان ټولو ښارونو او ولایتونو ته پراخې شوي، ښوونځي، بانکونه او سوداگریز مرکزونه تړل شوي دي.

په سلگونو کسانو د لویو لارو په اوږدو کې د موټرو ټایرونو ته اور اچولی او همدا شان رپوټ ورکړل شوی چې د بیروت نړیوال هوایي ډگر ته غزیدلې لار هم تړل شوې ده.

د لوریس عبید په نامه یو مظاهره کوونکي د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل: "مونږ نن دلته راغلي یو چې خپل حق وغواړو. هیواد په فساد کې غرق دی او مونږ ددې وضعیت نه سټري شوي یو".

دغه اعتراضونه د پنجشنبې په ماښام او له هغه وروسته پیل شول چې د لبنان حکومت د مالیاتو لپاره خپل نوی پلان اعلان کړ. په ځینو مواردو کې اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي دي او مظاهره کوونکو دودانیو شیشې ماتې کړي او یو شمیر دوکانونه سوزیدلي دي.

د اسوشیتد پرس د رپوټ له مخې د روسیې دوه تنه کارگر چې د مظاهره کوونکو له لورې په سوزول شویو دکانونو کې بند پاته وو مړه شوي او په لسگونو نور کسان ټپیان شوي دي.

په ځینو پیښو کې مظاهره کوونکو پر پولیسو تیږې او د اوبو بوتلونه ورولي دي. امنیتي قواو ویلي چې لږ تر لږه ٦٠ تنه یې د اعتراض کوونکو له خوا په تاوتریخوالي کې ټپیان شوي دي.

د لبنان نړیوالو تمویل کوونکو ویلي ددې لپاره چې دا هیواد وکړای شي پورونو ته لاس رسی پیدا کړي باید اقتصادي اصلاحات رامنځ ته کړي. تمویل کوونکو بنسټونو لبنان ته د ١١ میلیارد ډالرو پور ژمنه کړې ده، خو ټینگار کوي چې ددغو پیسو په لگښت کې باید د شفافیت ډاډ ورکړل شي.

په ١٩٩٠ کال کې د لبنان د ١٥ کلنې کورنۍ جگړې د پای ته رسیدو وروسته د لسگونو میلیاردو ډالر د لگولو سره سره لا هم ددې هیواد زیربناوی کمزورې دي او حکومت خلکو ته د بریښنا او اوبو رسولو په څیر خدماتو په وړاندې کولو کې د ستونزو سره مخامخ دی.