شاته

پاکستان د ترهگرو سره د مالي مرستو په بندلو کې پاته راغلی

د مالي چارو د څار د یوې نړیوالې ادارې مشر شیانګمین لیو وایي پاکستان د تروریزم سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د مالي چارو د څار دغې نړیوالې ادارې پاکستان ته څلور میاشتې وخت ورکړی چې ثابته کړي د تروریستي ډلو سره مالي مرستې نکوي.

که پاکستان پدې کار کې ناکام شو، نوم به یې په نړیوال تور لیست کې شامل شي او د نړیوالو بنسټونو نه د پور اخیستلو چارې به یې ستونزمنې شي.

د مالي منابعو د څار نړیوالې ادراې یا FTAF د پاکستان تر څنګ ایران ته هم خبرداری ورکړی چې پر ضد به یې نور جدي اقدامات وشي.

ایران وار د مخه د دې ادارې په تور لیست کې دی. دې ادارې نن د جمعې په ورځ اکتوبر ١٨ په پاریس کې د غونډې نه وروسته په اعلامیې کې ویلي چې پاکستان د هغو ٢٧ اقدماتو نه چې په تور لیست کې د نه شاملیدو لپاره ورته ورکړل شوي وو، یوازې د پنځو اقداماتو په هکله یې کار کړی.

دغې ادارې د تروریزم په مخنیوي کې د پاکستان د هڅې نه کولو په هکله جدي اندیښنه ښودلې ده.

د FATF مشر شیانګمین لیو پاکستان ته د راتلونکي کال د فبروي د میاشتې پورې وخت ورکړی چې که د دوي په لارښوونه یې عمل ونکړ، نوم به یې په تور لست کې راشي.

پدې لست کې تر اوسه یوازې شمالي کوریا او ایران دي. ښاغلي لیو ویلي چې پاکستان د تروریزم سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره په کافي اندازه اقدامات ندي کړي.