شاته

افغانستان کې د ښځینه زندانونو وضعیت ښه شوی - چارواکي

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د بشري حقونو له پلوه په افغانستان کې په ښځینه زندانونو کې د ښځینه بندیانو وضعیت ښه شوی دی.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردک امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دې وزارت استازي هم د شکنجې د مخنیوي په کمیسیون کې غړیتوب لري اود دغه کمیسیون د غړو سره په ولایتونو کې د بندیانو د وضعیت د ارزولو لپاره یو شمیر ولایتونو ته سفرونه کوي.

میرمن وردک وویل، دې پخپله د دغو سفرونو په لړ کې په وروستي ځل د کندهار ولایت د نارینه او ښخینه زندانونو څخه لیدنه کړې ده.

میرمن وردک وویل " ما د ښځو په برخه کې ډیر بدلون ولید، د ښځینه زندان د ساتوونکو چلند د ښځینه بندیانو سره په فوق العاده ډول ښه شوی او هم د هغوی د خوړو او اعاشې په برخه کې مثبت بدلون راغلی دی. کوم خواړه، چې د زندان ساتوونکي یې خوړي، هغه خواړه بندیانو ته هم ورکوي".

د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیالې وویل، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د " فوق العاده" فرمان پر اساس په ۲۴ ساعتونو کې ښځینه زندانونو کارکوونکو ته ۱۳۵ افغانۍ ورکول کیږي او په همدې اندازه پیسې ښځینه بندیانو ته هم ورکول کیږي، د دې لپاره، چې د میرمن وردک پر وینا د یو شمیر ښځینه بندیانو سره د هغوی ماشومان هم په زندانونو کې ژوند کوي.

په ځانګړو مناسبتونو د بندیانو عفوه او تخفیف نور هغه مسایل دې، چې میرمن وردک يې د ښځینه بندیانو د وضعیت په ښه کیدو کې د اغیزمنو اقداماتو په توګه یادوي.

د ښځو چارو وزارت دغې چارواکې په ښځینه زندانونو کې ماشومانو ته د وړکتونونو جوړیدل هم د یو ښه پرمختګ په توګه یادکړ، خو ویې ویل، چې د کندهار په ښځینه زندان کې لا د وړکتون د ښوونکې د ګمارلو په برخه کې ستونزه نه ده هواره شوې.

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف ځایونو عمومي رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني وايي، چې اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې ۳۴ زره بندیان پراته دي، چې ۱۲۰۰ یې ښځینه بندیانې دي.

په افغانستان کې د زنداونونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ارزونې ښيي، چې د دغه هیواد په زندانونو کې یوه لویه ستونزه د بندیانو د اوسیدلو لپاره د ځای د نشتون مسله ده.

خو افغان حکومت وايي په دې برخه کې يې یو لړ ګامونه اخیستي دي.

جنرال عبدالعلیم کوهستاني وايي، چې د زندانونو د جوړولو بهیر پیل شوی، چې په ترڅ کې یې تراوسه د تخار، جوزجان او پنجشیر ولایتونو مرکزي زندانونو ودانۍ بشپړې شوي دي.

ښاغلي کوهستاني وویل، چې په راروان لمریز کال کې د بلخ، پروان او غزني ولایتونو د زندانونو د ودانیو د جوړولو کار په پام کې نیول شوی دی.