شاته

کمېسیون: مرکزي سرور ته د معلوماتو انتقال پای ته ورسېد

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د کمېسیون د اطلاعاتو مرکزي سرور ته د بایومتریکه معلوماتو د انتقال بهیر تیره شپه پای ته ورسېد.

د دغه کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل، چې د ۱.۷ میلیونه او ۳۷۰۸۷ رای ورکوونکو بایومتریکي معلومات مرکزي سرور ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه: "یوازې څه باندې ۲۳۰۰ نورې دستګاوې پاتې دي، چې په قرنطین کې دي، دا به هم ډېر ژر انتقال شي".

د ښاغلي ابراهیمي پر وینا، د قرنطین شویو بایومتریکه دستګاو د برخلیک معلومولو پر سر کار روان دی او له هغې وروسته به په سرور کې د بایومتریکي معلوماتو د تصفیې بهیر پیل شي، "په دریو کاري ورځو کې به ښايي د بایومتریکي معلوماتو د تصفیې بهیر هم پای ته ورسیږي".

د ابتدايي نتایجو په اعلان کې د ځنډ احتمال

تاکل شوې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج د تلې/میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو د انتخاباتو د کمېسیون ویاند وویل، ښايي دا نیټه څو ورځې وځنډول شي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: "تر اوسه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې اړه تصمیم نه دی نیولی، خو ډېر ژر به په دې اړه تصمیم ونیول شي".

په همدې حال کې د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الیس ویلز د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو له اعلان څخه مخکې د انتخاباتو اړوند ټولو درغلیو د څیړلو هرکلی کوي.

هغې ټینګار وکړ: "په بېړه د نتایجو له اعلانولو څخه ښه ده، ترڅو دا نتایج په دقیقه توګه اعلان شي".

آغلې ویلز یواځې د بایومتریکه رایو شمېرلو په اړه د انتخاباتو د کمېسیون له دریځ څخه ملاتړ وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې، د افغانستان له انتخاباتي کمېسیونونو څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل، انتخاباتي بنسټونه باید له فشارونو او مداخلو پرته د انتخاباتو پروسه پرمخ یوسي.