شاته

د فلپین ولسمشر وايي خواشینی دی چې ولسمشر اوباما یې ښکنځلی

د فلپین ولسمشر رودریګو دوترته امریکايي ولسمشر باراک اوباما ته د ښکنځل کولو له کبله خواشينې وښوده. ښاغلي دوترته ولسمشر اوباما "حرمونی" بللی و او په غبرګون کې يې سپینې ماڼۍ هم له هغه سره د ولسمشر اوباما پلان شوي ملاقات لغوه کړل.

د فلپین ولسمشر وايي له دې کبله خواشینی دی، چې د ده سپکې سپکورې د امریکا پر ولسمشر شخصي برید و. د سه شنبې په ورځ په همدې اړه د ښاغلي دوترته له دفتر نه یوه اعلامیه خپره شوه.

په اعلامیې کې ویل شوي " زموږ لومړنی هدف د بهرنۍ تګلارې جوړول دي چې په کې د امریکا په ګډون له ټولو ملتونو سره ښې اړیکې پراخې کړو. موږ له امریکا سره پخه ملګرتیا لرو".

ښاغلي دوترته د دوشنبې په ورځ په لاوس کې د سیمه ییزې غوندې څخه مخکې ولسمشر اوباما ته خبرداری ورکړ، چې په فلپین کې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد د هغه د روان کمپاین په اړه ورته خبرې ونکړي. د نشه یي توکو ضد په دغه کمپاین کې تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

ده د رسنیو سره په خبرو کې په خپله ژبه کې ولسمشر اوباما ته د " حرموني" اصطلاح وکاروله او وویل " تاسو باید درناوی ولری. یوازې پوښتنې مکوئ".

ولسمشر اوباما د خپل فلپیني سیال د دغو سپکو سپورو په غبرګون کې وویل چې هغه "جالبه سړی دی". خو سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر اوباما له دوترته سره خپل پلان شوې غونډه لغوه کړې او د هغه د غونډې وخت یې جنوبي کوریا ته ورکړی دی.

له کومې ورځې نه چې رودریکو دوترته د فلپین ولسمشر غوره شوی دی، د نشه يي توکو او قاچاق کوونکو پر ضد یې کلکه مبارزه پیل کړې ده. راپورونه وايي چې په دریو اونیو کې په دغه کمپاین کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو ځینو ډلو په دې اړه خواشینې ښودلې او له ملګرو ملتونو او نورو سترو هېوادونو څخه یې غوښتي چې پر ښاغلي دوترته ډیپلوماتیک فشار راوړي چې د خلکو دا ډول وژل بند کړي.