د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان ښايي وځنډېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ښايي د میزان ۶مې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې پر خپل وخت اعلان نه شي.
په پام کې وه چې کمیسیون د راروانې شنبې په ورخ (میزان ۲۷مه) ابتدايي پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل: "امکان شته چې د ابتدايي پایلواعلان وځنډېږي. موږ هڅه کوو چې تورې او سپینې رایې، بیومټریک شوې، قرنطین شوې او غیر بیومټریک رايې سره جلا کړو ."
ښاغلي ابراهیمي وویل چې د بیومټریک معلوماتو د ثبت له دستګاوو څخه سروریا د معلوماتو د ثبت مرکزي سیسټم ته د معلوماتو د انتقال پروسه بشپړه شوه. خو د انټرنټ د کمزورتیا له امله دا پروسه هم په ځنډ بشپړه شوې ده.
ابراهیمي وویل چې اوسمهال سرور ته د قرنطین شوو بیومټریک معلوماتو پر انتقال کار روان دي.
هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو د ۲۲۵۸۸ محلونو د بیومټریک معلوماتو پر اساس، موږ تر اوسه یو ملیون او ۷۳۷۸۷ رایې ګڼلې دي. خو د ۳۹۰۰ محلونو رایې پاتې دي چې باید تصفیه شي او بیا به د رایې ورکونکو دقیق شمېر اعلان شي."
- د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ځینو وزیرانو په ګډون سلګونه کسان څارنوالۍ ته ورپېژندلي
- د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی
د ابراهیمي په وینا، د بیومټریک معلوماتو پر اساس ثبت شوې رایې هم تصفیې ته اړتیا لري چي دا هم ښايي د ابتدايي پایلو په اعلان کې ځنډ پېښ کړي.
د ټاکنوپر پایلو په کورنیو او بهرنیو سیاسي کړیو کې تاوده بحثونه روان دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې خاص استازي رولاند کوبا پرون په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر ټاکنو غږېدلی دی.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د اروپايي اتحادیې استازي ویلي چې د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو دا وار زیاته هڅه کړې چې ښه انتخابات وشي.
- نبیل: د ټاکنو کمیسیون سیستم ته د یو میلیون تقلبي رایو د داخلیدو مخه ونیول شوه
- یوناما: افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې ۸۵ تنه ملکیان وژل شوي
په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي، تادامیچی یاماموتو هم پرون د جمهوري ریاست لپاره له کاندیدانو سره په کتنه کې، د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو د بې پرې او شفاف کار پر اهمیت ټینګار کړی.