شاته

الیس ویلز: لازمه ده د ټاکنو کمیسیون استقلالیت دې خوندي شي

یوې لوړې پوړې امریکايي دپلوماتې ټېنګار کړی چې باید د انتخاباتو کمیسیون خپلواکي دې خوندي وي چې له کوم فشار پرته خپل کار وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پایلو ته څو ورځې پاتې دي.

الیس ویلز وايي "له ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره مې په خبرو کې ټېنګار کړ، هغه افغانان چې خپل ژوند یې په خطر کې واچوه او رایې یې ورکړې، د شفاف بهیر مستحق دي."

مېرمن ویلز د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرسته معینه ده. هغې همدغه راز وویل چې د ټاکنو کمیسیون دې پرېښودل شي چې " خپل کارونه ازادانه او له کوم فشار او لاسوهنې پرته وکړي. "

الیس ویلز د ټاکنو د کمیسیون هغه پرېکړه هم وستایله چې وایي یوازې "بایومیتریک شوي رایې" به شمېري. دا غوښتنه ځينو کاندیدانو هم کړې وه. میرمن ویلز د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته غږېدله.

هغې وویل دا خبره هم ورته معلومه شوې چې په "ټاکنو کې د پراخو درغلیو په اړه اندېښنې شته" خو ټېنګار یې دا دی چې باید پر کمیسیون او ناظرینو باور وشي چې دا بهیر په ښه توګه سر ته ورسوي.

الیس ویلز په کابل کې د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره یې د امریکا د ژمنو پر دوام هم ټېنګار وکړ.

د سپتمبر په ۲۸ نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او د ابتدايي شمېرو له مخې شاوخوا ۲.۷ میلیون خلکو رایه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ به د دغو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شي.