شاته

روان کال اروپا ته د تلونکو افغانانو شمېر تر سوري کډوالو زیات و

د اروپايي ټولنې د سرحداتو اداره یا 'فرنتکس' وايي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو ته د داخل شویو افغان پناه غوښتونکو شمېر له سوري کډوالو څخه زیات و.

د دغې ادارې د معلوماتو له‌ مخې په دغه موده کې۸۰زره پناه غوښتونکي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته داخل شوي، چې ۱۷زره یې افغانان او یوازې ۱۰زره یې د سوريې کډوال دي.

د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې معلومات ښيي چې د افغان کډوالو نیمايي برخه یې یوازې له ایران څخه اروپا ته داخل شوي دي.

افغان چارواکي هم وايي چې دا مهال شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې په دې وروستیو کې پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله له دغه هېواد څخه افغانستان او یا هم اروپايي هیوادونو ته د وتلو هڅه کوي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د راپور له مخې په روان ۲۰۱۹کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې څه باندې ۳۵۵زره تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوي دي.

دغه راپور وايي چې د یادو کډوالو له ډلې څه باندې ۱۵۴زره تنه یې په دعوه طلب او شاوخوا ۲۵۷زره یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستېدونکو چارو وزارت د چارواکو د معلوماتو له‌مخې پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن د راټيټېدو له امله له دغه هیواد څخه د افغان کډالو وتل زیات شوي دي.