شاته

میس عینک لوبډله د شپږیزې پایلوبې ته ووتله

د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو لوبو په دوام کې نن چهارشنبه (د تلې ۲۴مه) د بند امیر ښامارانو او میس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې میس عینک په اوه ویکټو بند امیر مات او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د بند امیر ښامارانو لومړی توپ وهنه وکړه او په شلو ټاکل شویو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې تر سره کړې.

افسر ځاځي، عمران جنت او راشد خان ۵۶، ۴۴ او ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بند امیر ښاماران بیا د شپږیزې پایلوبې ته د لارې پیدا کولو لپاره یو بل چانس هم لري.
د بند امیر ښاماران بیا د شپږیزې پایلوبې ته د لارې پیدا کولو لپاره یو بل چانس هم لري.

دویمې پاڼې کې د میس عینک لوبغاړو ورکړل شوی هدف، په ۱۹،۱ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په اوه ویکټو یې سیاله لوبډله ماته کړه.

رحمن الله ګربز، نور علي ځدراڼ او احسان الله جنت ۸۰، ۴۴ او ۳۶ منډې وکړې.

رحمن الله ګربز چې ۸۰ منډې یې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د میس عینک اتلانو لوبډله په دې بریا د شپږیزې شپږم پړاو پایلوبې ته لاره ومونده او دې لیګ کې هغه لوبډله ده چې تر اوسه تر ټولو ډېرې نمرې لري.

د بند امیر ښاماران بیا د شپږیزې پایلوبې ته د لارې پیدا کولو لپاره یو بل چانس هم لري.