شاته

پاکستان وايي هندي سرتېرو کشمېر کې دري ملکيان وژلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند پوځ تورنوي چې پر کشمیر یې توغندي وار کړي دي او ملکیانو ته یې تلفات اړولي دي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې، چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) خپره شوې، ویل شوي دي چې په دغه برید کې درې ولسي خلک وژل شوي چې دوه یې ماشومان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه یې یو هندي دپلومات هم احضار کړی دی او د هند له لوري د (اوربند) ماتولو له کبله یې ورته اعتراض کړی دی.

پاکستاني چارواکي وایي په دغه برید کې اته نور کسان ژوبل شوي هم دي. دوی وايي پاکستاني ځواکونو هم متقابلې ډزې کړې دي خو د تلفاتو په اړه یې لا معلومات نشته.

هند په رسمي ډول د پاکستان د دغې ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي. پاکستان او هند دواړه د کشمیر د مالکیت دعوه لري چې له دې کبله یې دوې جګړې هم کړي دي.

په دې وروستیو کې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته ورکړل شوي اختیارات لغوه کړل چې دغه کار پاکستان وپاروه.