شاته

افغان ځواکونو خراسان لپاره د داعش د "استخباراتو معاون وژلی"

په ننګرهار کې چارواکي وایي د داعش ډلې پر ضد په روانو عملیاتو کې یې د دغې ډلې د ځینو مشرانو په ګډون ۵۰ تنه وژلي دي.

د ننګرهار ملي امنیت رییس ډګر جنرال نظر علي واحدي خبریالانو ته وویل چې د اچین ولسوالۍ باندر درې په یوه میاشت عملیاتو کې د خراسان لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال چې امېد نومېږي او اورکزی دی وژل شوی دی.

ښاغلي واحدي نن سه شنبه (اکتوبر۱۵) په جلال اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د باندر په عملیاتو کې ددغې ډلې د رهبرۍ غړي هم وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه:" په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې تر ۵۰ غړي وژل شوي دي. د داعش رهبري ټوله د بهرنیانو په لاس کې وه. په عملیاتو کې د مفتي عبد الله چې پاکستانی او د داعش د رهبرۍ غړی دی د هغه دوه ورېرونه وژل شوي دي چې سرګروپان وو."

خو داعش وسله والو لا د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت رییس وايي د باندر په لویه دره کې لا ځينې سیمې پاتې دي چې ماینونه پکې ښخ دي، خو سیمه د داعش له وسله والو پاکه شوې ده.هغه وايي تر باندر وروسته یې باغ دره کې هم عملیات شروع کړي دي.

ښاغلي واحدي وویل:" نن سهار اته بجې عملیات پیل شوي دي، زموږ ځواکونه مخکې تګ کوي، ماینونه ډېر ښخ شوي دي دا یوه ستونزه ده. زه په ډاډ سره وایم چې څلورو پنځو ورځو کې به عبد الخېلو باغدرې سیمه هم پاکه شي."

په دغو عملیاتو کې بهرني ځواکونه هم هوايي کومک کوي. د ننګرهار والي شامحمود میاخېل وايي چې په اچین کې یې امنیتي ساحه پراخه کړې او پاتې سیمې هم بې عملیاتو نه پرېږدي.

هغه وايي اچین د داعش لپاره د "خراسان مرکز" و او د جګړې قومانده د باندر له سیمې ور کول کېدله.

خو د اچین په تازه او مخکې امن شویو سیمو کې زرګونه کورونه ړنګ شوي چې حکومت یې د بېرته جوړېدو ژمنې کړې وې، خو ولسي خلک وايي د حکومت وعدې لا هماغسې وعدې پاتې دي.