شاته

ملگري ملتونه: ښایي ترکیه په جنگي جرمونو تورنه شي

ملگري ملتونه وایي په سوریه کې د هغو ځواکونو د چلند په وجه چې ترکیه یې ملاتړ کوي ددې امکان شته چې دغه هیواد په جنگي جنایتونو تورن شي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو سازمان دفتر د سه شنبې په ورځ اکتوبر ١٥ وویل چې د سوریې پر شمال ختیځ باندې د ترکیې د بریدونو د پیل راهیسې د ملکي وگړو مرگ ژوبله یې په مستنده توگه ثبت کړې ده.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې دغه مرگ ژوبله د هوایي او ځمکنیو بریدونو په نتیجه کې شوې ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان ویاند خبریالانو ته وویل هغه ویدیوگانې یې ترلاسه کړي چې د ترکیې تر ملاتړ لاندې قواوی درې تنه کردي بندیان د اکتوبر په ١٢ په یوه لویه لاره کې وژني.

هغه وویل چې د موجودو رپوټونو له مخې یوه کردي سیاستواله هم په عین ورځ او عین ځای کې د همدغو ځواکونو له لورې قتل شوې ده.

د ملگرو ملتونو سازمان له ترکیې غوښتي چې ددغو وژنو د عاملانو د پیژندلو لپاره "ناپیلي، شفافې او خپلواکې" پلټنې وکړي.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې د دوو خبریالانو په گډون لږ تر لږه څلور تنه نور هغه وخت ووژل شول چې په په راس العین کې د ترکیې یو هوایي برید په نښه کړل.

ملگرو ملتونو همداشان ویلي چې د ترکي ځواکونو او د هغوی تر ملاتړ لاندې جنگیالیو له خوا په پنځو روغتیایي مرکزونو باندې د ځمکنیو او هوایي بریدونو رپوټونه یې هم ترلاسه کړي دي. د ملگرو ملتونو په وینا دغه بریدونه د بریښنا د انرژۍ او اوبو رسولو د شبکو په گډون په ملکي بنسټونو شوي دي.

له بلې خوا ملگرو ملتونو ویلي دي چې ترکي مقاماتو هم په ترکیه کې د کردي جنگیالیو له لورې په توغول شوي راکټ کې د ١٨ ملکي وگړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.