شاته

امریکا د ترکیې پر پنځو وزیرانو او وزارتونو بندیزونه ولګول

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په سوریه کې د کردي جنګیالیو پر ضد د ترکیې د پوځي علمیاتو په غبرګون کې د دغه هېواد پر پنځو وزیرانو او وزارتونو بندیزونه ولګول.

د ولسمشر ټرمپ د نوي فرمان په اساس د ترکیې د دفاع، انرژۍ او طبیعي منابعو پر وزارتونو او وزیرانو سربېره د دغه هېواد د کورنیو چارو پر وزیر هم بندیزونه لګول شوي دي.

امریکايي چارواکو د دغو بندیزونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

همدغه راز متحدو ایالتونو ته د ترکیې د وسپنې په وارداتو باندې کمرکي تعرفه هم دوه برابره شوې ده، مخکې ۲۵سلنه وه او اوس یې ۵۰ سلنه کړه.

ولسمشر ټرمپ له ترکیې سره د ۱۰۰میلیارد ډالرو یو تجارتي تړون هم ځنډولی دی او خپل مرستیال مایک پنس ته یې لارښوونه کړې ده چې پر کردي جنګیالیو د ترکیې د پوځي عملیاتو د درولو لپاره دې ژر تر ژره هغه هېواد ته ولاړ شي.

د امریکا د مالیې وزارت وايي چې د ترکیې اقدامات د ولسي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، سیمه یې بي ثباته کړې او د داعش پر ضد یې مبارزه کمزورې کړې ده.

دغه وزارت ویلي دي که ضرورت شو، د ترکیې پر نورو چارواکو او تاسیساتو به هم بندیزونه ولګوي.د دغه بندیزونو هدف پر ترکیې فشار زیاتول دي چې د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد خپل پوځي عملیات ودروي.

مایک پنیس د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر۱۴) خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او د سملاسي اوربند غوښتنه یې ترې وکړه. ښاغلي پنس وویل چې واشنګټن نور د ترکیې پوځي اقدامات نشي زغملی.