شاته

مرکزي سرور ته د رأی ورکوونکو بیومټریک معلوماتو انتقال بهیر به نن بشپړ شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، مرکزي سیستم ته د رأی اچونې څه باندې ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بیومټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ شي.

تر دې وروسته به د بیومټریک معلوماتو لرونکو او نه لرونکو رایو تصفیه او بیلول پیل شي چې د کمیسیون د چارواکو په خبره تر دوو یا دریو ورځو به وخت ونیسي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د رایو د تصفیې تر بهیر وروسته د راتلونکې شنبه په ورځ (میزان ۲۷مه) د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

سر له ننه څلور ورځي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان ته پاتې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پام کې لري په دې لږه موده کې دوه لوی کارونه یو په بل پسي وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دار الانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ تیر ماښام (میزان ۲۲مه) په دې اړه ازادي راډیو ته وویل : "زموږ هڅه دا ده چې د رایو د انتقال بهیر په بشپړیدو سره به د رایو د تصفیې بهیر پیل کړو. دا پروسه به په بشپړ شفافیت سره د څارونکو په حضور کې ترسره کړو، تر څو وکولی شو د تلې ۲۷ نیټې مهالویش ته ځانونه چمتو کړو. که تخنیکي ستونزي وې، نو بیا به یې موږ د افغانستان له ټولو خلکو سره شریکه کړو."

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې رأی اچونې له ۲۲ زره او ۵۸۰ محلونو بیومټریک معلومات د رایو جمع بندۍ مرکزي سیستم ته انتقال شوي دي چې څه باندې یو میلیون او ۷۳۰ زره رایې کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني د دوشنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د نژدې څلور زره محلونو رایې دغه سیستم ته نه دي لیږل شوي.

بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ادارې اجرائیوې مشر یوسف رشید د رایو د تصفیې چارې ډیرې جدې او مهمې ګڼي.

ښاغلي رشید ازادي راډیو ته ویل چې د انتخاباتو کمیسیون باید د سرعت ترڅنګ دقت هم له پامه ونه غورځوي.

"بیومټریک او غیربیومټریک رایې باید په محلونو کې بیلي شي. د مثال په توګه هغه څه چې په بیومټریک دستګاوو کې دي، ډیر صادقانه او شفاف له هغو رایو سره چې د نتایجو په فورم کې دي، پرتله شي، ترڅو معلومه شي په کوم محل کې څومره توپیر شته. وروسته دې په صندوقونو کې بیا توپیرونه و ارزول شي او د څارونکو په حضور کې دي بیومټریک شوي رایې چې کوم کاندید ته کارول شوي، په ډېره شفافه توکه هغه کاندید ته ورکړي او فورم دې ډک شي."

بلخوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو شمېر کمشنران د لومړنیو پایلو د ځنډ د احتمال له کبله اندیښنه لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي مولانا محمد عبدالله ویلي چې ښایې د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلي وځنډیږي.

د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات د میزان یا تلې پر ۶ د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شول.

د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون دیارلسو کاندیدانو په دې انتخاباتو کې سیالي وکړه.

تمه ده ددې انتخاباتو وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶ نیټه اعلان شي.