شاته

هالنډ یو افغان د ترهګریز برید په تړاو په ۲۷ کلونو بند محکوم کړ

د هالنډ په امستردام کې یوې محکمې ۲۰ کلن افغان په ۲۶ کلونو او اتو میاشتو بند محکوم کړ او ۳.۳ میلیونه ډالر یې جریمه کړ.

د دغه افغان نوم جاوید اس ښودل شوی دی چې د ۲۰۱۸م د اګست په ۳۱ نېټه یې پر دوو امریکايي سیلانیانو د چړو بریدونه کړي وو. محکمې د دوشنبې په ورځ (اګتوبر ۱۴) وویل چې جاوید غوښتل دا کسان ووژني.

قاضي وویل: "هغه (جاوېد) په خپل کار پښیمان نه و. هغه په وار وار وویل که یې بیا مذهب ته سپکاوی وشو، بیا به هم دا کار وکړي. دا خطر موجود و چې هغه بیا برید وکړي، بنآ محکمې پرېکړه وکړه چې ټولنه د امکان تر حده باید د هغه له خطر څخه خوندي وي."

د محکمې پر مهال جاوید وویل چې له جرمني څخه یې هالنډ ته سفر وکړ چې د "اسلام د پیغمبر" ننګه وکړي. هغه په خپلو خبرو کې د هالنډي سیاستوال، ګیرت ویلډرز، نوم هم یاد کړ. دغه ښي لاسی سیاستوال د مسلمانانو پر ضد په تندو انتقادونو مشهور دی.

جاوید له هغه یوه ورځ وروسته دا برید وکړ چې ګیرت ویلډرز په هالنډ کې د اسلام پیغمبر ته منسوب د کاریکاتورونو یو پلان شوي نندارتون لغوه کړ.

څارنوال جاوید د قتل په دوو هڅو تورن کړ او قاضي ته هم پر هغه لګول شوي تورونه ثابت شول.

قاضي وویل "هغه هالنډ ته راغلی و چې تر خپلې وسې ډېر خلک ووژني."

د جاوید د چړو په ګوزارونو یو سیلاني په پښو فلج شوی دی. د بل سیلاني مټ او سینه ژوبل شوې وه چې اوس رغېدلی دی.

د فرانسې خبري اژانس د قاضي له خولې لیکلي دي چې له برید وروسته د یو سیلاني مېرمنې دوه میاشتنی ماشوم زیان کړی او لا معلومه نه ده چې له دغې پېښې وروسته هغه بیا حمل اخیستی شي که نه.

دا معلومه نه ده چې جاوید د بلې محکمې حق لري که نه. د جاوید په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.