شاته

کابل کې د پارلمان ودانۍ شااوخوا درې توغندي لګېدلي

د کابل پولیسو ویلي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، په دغو توغندیزو بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

دا چې دغه توغندي له کومې خوا توغول شوي، امنیتي چارواکو یې په اړه لا څه نه دي ویلي.

ددغو راکټي بریدونو مسئولیت تردې دمه چا نه دی منلی.