شاته

افغان ځواکونو د جاني خیلو ولسوالۍ بیرته له طالبانو ونیوله

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونه تېره شپه د پکتيا د جاني خېلو ولسوالي مرکز ته رسيدلي دي او د سيمې وضعيت افغان ځواکونو په خپله ولکه کې راوستی دی.

په ګردېز کې د پوليسو ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد نن سهار خبريالانو ته وويل، د ولسوالۍ د بېرته نيولو په علمياتو کې تېره شپه ۱۲ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

ښاغلي شېرزاد په عملياتو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې ګڼ شمېر وسلې او نور په جنګ کې کارېدونکي مهمات د دوی ځواکونو لاسته ورغلي دي.

جاني خېل ولسوالي له اوږدې محاصرې وروسته د اګست په ۲۷ د سختې جګړې په ترڅ کې ونيوله.

جاني خېل د پکتيا په ختيځه کې د خوست له ولايت سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده.

افغان حکومت وايي، طالبان په ځانګړي ډول حقاني شبکه هڅه کوي، چې په دغه سيمه کې د خپلو جنګياليو لپاره خوندي مرکزونه جوړ او فعاليتونه تنظيم کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د جاني خېلو د بېرته له لاسه وتلو په اړه کومه تبصره نده کړې.

د ګیرو پر ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبول شوی

د غزني ولایتي چارواکي ادعا کوي چې ددغه ولایت د ګیرو پر ولسوالۍ د طالبانو پراخه بریدونه یې په شا تمبولي دي.

دا چارواکي وایي، تیره شپه افغان امنیتي ځواکونو د طالب وسله والو پر وړاندې پراخه تعرضي بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې ۸۰ تنه طالب وسله وال ووژل شول او تر سلو نور ټبیان شول.

د غزني والي عبدالکریم متین نن سهار په غزني ښار کې خبریالانو ته وویل، چې د ګیرو ولسوالۍ په جګړه کې یو شمیر بهرني جنګیالي هم وژل شوي دي.

ښاغلي عبدالکریم متین وویل " له نیکه مرغه افغان امنیتي ځواکونو تیره شپه طالبانو ته درانه تلفات واړول او د ګیرو د ولسوالۍ ټلې سیمې بې بیرته له په خپل کنټرول کې راوستلې، تر اوو له سلو زیات ټپیان شوي دي".

د غزني سیمه ایز چارواکي وایي، په دې جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه تنه هم وژل شوي دي.

طالبانو د غزني د ولایتي چارواکو د دغې ادعا په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.