شاته

د داعش ملاتړي له سوریې څخه تښتیدلي

د سوریې نه د امریکایي سرتیرو د وتلو او ددې هیواد په شمال ختیځ کې د ترکیې د پوځ د بریدونو سره جوخت په سیمه کې د بې ځایه شویو خلکو له کمپ څخه د داعش په سلگونو ملاتړي تښتیدلي دي.

پداسې حال کې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سوریې څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو امر کړی، ددې هیواد په شمال ختیځ کې د کردي جنگیالیو او ترکیې پوځیانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې ځواکونه یې د راس العین ښار مرکز نیولی دی.د یوې خوا امریکایي ځواکونه له سیمې وتلي او له بلې خوا د ترکیې پوځ د کردي جنگیالیو په وړاندې په جگړه بوخت دی. دا دواړه د دې سبب شوي چې په سیمه کې د داعش جنگیالیو د کورنیو د غړو کمپ کې څوک پاتې نشي چې څارونه وکړي.

د امریکا یو پوځي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې حالات "په بیړه په خرابیدو" دي او په وینا یې امریکایي سرتیري له سیمې څخه د ترکیې له پوځ سره د جگړې د "احتمال" پرته د ځمکې له لارې نشوای وتلای.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د سي بي اس تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې شاوخوا ١٠٠٠ امریکایي سرتیري په بشپړه توگه له سوریې څخه نه وځي، خو هڅه کوي چې په جگړه کې ښکیل نشي. د جمعې په ورځ لږ شمیر امریکایي سرتیري د ترکي قواو د توپخانې تر ډزو لاندې راغلل، خو هیڅ یو سرتیري ته تاوان ونه رسید. د امریکا د دفاع وزیر وویل چې دا څرگنده نده چې دا یو تصادفي کار و که نه.

خو د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپل ټویټر کېولیکل چې: "ډیره ځیرکتیا په کار ده چې د ترکیې د پولې په اوږدو کې په جگړه کې په مقابله کې ښکیل نشو. هغوی چې په سهوه یې مونږ د منځني ختیځ جگړې ته بوتلو لا هم په جگړې ټینگار کوي. دوی نه پوهیږي چې څه بد تصمیم یې نیولی".

جمهور رئیس ټرمپ دغه ټویټ د سوریې نه د امریکایي سرتیرو د ایستلو د تصمیم مخالفانو ته په خطاب کې کړی دی. د هغه په انتقاد کونکو کې د امریکا د دیموکرات گوند د غړو ترڅنگ د جمهوري غوښتونکي گوند ځینې غړي هم شامل دي.

د سوریې څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو پریکړې باندې په امریکا او له امریکا بهر ګڼ شمیر سیاستوالو نیوکې کړي دي او د داعش په وړاندې د کرد ملیشو یواځې پریښودل یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ائتلاف ماتول بللي.