BBC
 شاته

"افغان حکومت د زابل له دای چوپان ولسوالۍ وتلی دی"

د سویلي زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ د برخلیک په اړه ضد و نقیض رپوټونه ترلاسه شوي. د افغانستان دفاع وزارت وایي د دې ولسوالۍ مرکز یې بل ځای ته اړولی چې ځایي وګړي په آسانۍ چارواکو ته لاسرسی ومومي. خو طالبان وایي چې دغه ولسوالي یې په بشپړه نیولې ده