شاته

د هانګ کانګ پر مشرې د امریکايي سناتور انتقاد

امریکايي سناتور ټیډ کروز وايي، د هانګ کانګ مشرې ورسره کتنه په دې خاطر لغوه کړه چې ده د خپلو خبرو د نه افشا کولو په اړه د هغې غوښتنه رد کړه.

د جمهوریپال ګوند د ټکساس سناتور ټیډ کروز پرون (شنبه) وویل، د هانګ کانګ مشرې کري لم (Carrie Lam) ورڅخه غوښتي و چې د دې کړکېچن ښار په اړه دې د دوی خبرې محرمانه وي او په دې اړه رسنیو ته څه ونه وايي.

سناتور کروز، چې د چین یو منتقد دی، د هانګ کانګ پر مشرې د انتقاد په ترڅ کې وویل«داسې ښکاري چې دا د بیان له ازادۍ او د مطبوعاتو له ازادۍ سره بلده نه ده.»

ده دا څرګندونې هانګ کانګ ته د سفر په مهال وکړې.

کروز همداراز وویل، د مېرمن لم له لوري د خبرو لغوه کول، د قوت نخښه نه ده، دا د کمزورتیا ښودنه کوي او د هانګ کانګ په واټونو کې له اعتراضونو څخه د هغې وېره ښيي.

په هانګ کانګ کې له څو میاشتو راهیسې د حکومت پر ضد مظاهرې کېږي.

مظاهره چیان د پیکینګ یا د چین د مرکزي حکومت له لوري د هانګ کانګ د کورواکۍ پر محدودېدو اعتراض لري.