شاته

په کاپیسا کې د طالبانو یو مشر نیول شوی

په کاپيسا کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی مشر قاري ربیع الله وژل شوی دی.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند، عبدالشایق شورش د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د اله ساي په ولسوالۍ کې څلور نور وسله وال هم له قاري ربیع الله سره یوځای وژل شوي دي.

شورش څرګنده کړه چې دا وسله وال د شنبې په شپه د کوماندو ځواکونو په عملیاتوکې وژل شوي دي.

هغه همدا راز ویلي چې کوماندو ځواکونو په اله سای کې دوه وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي.

وسله والوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ویلي.

اله سای د کاپيسا له ناکرارو ولسوالیو څخه ده.