شاته

وسله والو په کابل کې د مرستې رسونې په یوه موسسه برید کړی

دا برید تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر د شهرنو په سیمه کې پیل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وسله والو بریدکوونکو په دغه برید کې مرسدس بنز موټر څخه کار اخیستی دی او د چاودیدونکو ډک دا موټر یې د پاملرنې په نوم د یوې بهرنۍ موسسې د دفتر دیوال سره جنګولی چې له هغې وروسته یو شمیر بریدکوونکي دغې موسسې دفتر ته ننوتي دي

تراوسه د وسله والو بریدګرو دقیق شمیر څرګند نه دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چې بریدکوونکي دفتر ته د ننوتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه چې لا هم وسله وال مقاومت ته دوام ورکوي.

ښاغلي صدیقي وویل "دا لا څرګنده نه ده، خو کیدای شي چې شمیر یې یو دوه تنه وي چې ودانۍ ته ننوتي اوسي، زمونږ ځواکونه هڅه کوي چې ساحه تصفیه کړي".

هغه وویل، اوس هم د برید په ځای کې خال خال ډزې کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، د تیرې شپې راهیسې تراوسه له دغه دفتر څخه ۳۱ تنه ژغورل شوي دي.

صدیق صدیقي وویل چې لومړني رپوټونه ښيي چې په دغه برید کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، د دې برید قربانیان ملکي وګړي دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې د برید پر وخت څو تنه په دې ودانۍ کې وو.

د برید ځای ته ټولې غځیدلې لارې د امنیتي ارګانونو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

نن سهار ۵:۳۰ بجې په همدې ځای کې یوه بله چاودنه هم شوې ده، د رپوټونو له مخې په دې چاودنه کې یو ځانمرګي بریدګر ځان الوزولې دی، خو تراوسه په دې هکله دقیق معلومات نشته دی.