BBC
 شاته

ترکيه کې د کودتا "ناکامه" هڅه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترکيه کې د کودتا "ناکامه" هڅه

16 جولای 2016 - 26 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 16:09 گرینویچ

د ترکیې لومړی وزیر وايي د کودتا ناکامه هڅه پای ته رسېدلې. خو سهار له دغه هېواده د ګډوډۍ خبرونه هم خپاره شول. بن علي یلدریم وايي تر ۱۶۰ کسان وژل شوي او نژدې درې زره پوځیان یې نیولې هم دي.

انقره او استانبول بېګا ډزو او چاودنو ولړزول، ځکه یاغي سرتېرو له ټانکونو او هليکوپترو سره بریدونه پیل کړل.