شاته

د اورکاین ولسمشر: د امریکا د مرستو له درېدو نه وم خبر

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، دی د امریکا له ولسمشر سره تر تلیفوني خبرو مخکې نه و خبر چې امريکا د ده له هيواد سره نظامي مرستې درولې دي. له ډونالډ ټرمپ سره د زیلنسکي د تلیفوني خبرو موضوع دومره توده شوه چې اوس د ټرمپ د استیضاح هڅې ورباندي راڅرخې.

زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په خپل دفتر کې خبريالانو ته وویل چې پر ده باندي د امریکا ولسمشر هيڅ ډول فشار نه دی راوړی.

ده وویل، کله چې خبر شو امریکا له اوکراین سره مرستې ځنډولې دي، د امریکا له مرستيال ولسمشر مایک پینس سره یې په وارسا کې په یوه غونډه کې دا موضوع مطرح کړه.

د امریکا په استازو جرګه کې ډموکراټان په دې اړه تحقیقات کوي چې ښايي په نتيجه کې یې ټرمپ استیضاح شي.

تحقیقات پر دې متمرکز دي چې ټرمپ د جولای په پنځه ویشتمه نېټه له خپل اوکرایني سیال سره په خبرو کې له هغه غوښتي وو چې د پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن- چې له اوکراین سره یې سوداګریزې اړيکې درلودې- په اړه دې پلټنې وکړي.

جو بایډن د امریکا د ۲۰۲۰م کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ټرمپ احتمالي سیال دی.

ډموکراټان ادعا کوي ټرمپ پر زیلینسکي د دغو پلټنو په خاطر فشار راوړي او له اوکراین سره یې د امريکا له خوا تايید شوي نظامي مرستې ودرولې.

ټرمپ دا تورونه رد کړي. په دې اړه هيڅ ثبوت نشته چې بايډن دې له اوکراین سره اړوند ناسم کار کړی وي.