شاته

د انتخاباتو کمېسیون: انتخاباتي سرورونه هېڅ ډول ستونزه نه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د اخذ او ساتنې مرکزي سېستم یا سرورونه هېڅ ډول ستونزه نه لري.

د کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون د اکټوبر په نهمه ازادي راډیو ته وویل چې د درملوک په نوم جرمني شرکت د مرکزي سېستم د سایبري (انټرنټي) او تخنیکي مصؤنیت مسئولیت لري.

ابراهیمي وایي: درملوک شرکت له کمېسيون سره د لاسلیک کړي تفاهم لیک پر اساس مکلفیت لري چې له هر ډول سایبري حملو دا سېسمتونه خوندي وساتي او تخنیکي ستونزې یې هم حل کړي.

عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې د سرور د هک کېدو هڅه شوې وه، خو نه دی هک شوی او د انټرنټ د کمزوري کېدو له امله يې کارونه پڅ شوي وو، خو جدي خنډ نه دی پېښ شوی.

د کمېسيون مرستیال ویاند وویل چې د رأیو د پایلو ۲۲۴۴۶ فورمې مرکزي سرور ته داخلې شوې دي.

د هغه په وینا، د درملوک شرکت دوه انجنیران به د احتیاط له مخې په کابل کې وي، څو د ستونزو د پیدا کېدو په صورت کې اقدام وکړي.