شاته

د مالیې وزارت سږ کال لس ملیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې

د افغانستان د مالیې وزارت وايي د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د اکتوبر د میاشتې تر اومې ورځې پورې ۱۴۴ ملیارده افغانۍ راټولې کړي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو رئیس او ویاند شمروزخان مسجدي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په ۲۰۱۹ کال کې د تیر۲۰۱۸ کال د همدې مودې پرتله دغه وزارت لس ملیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې ده.

" سږکال ترپرون پورې ( تلې ۱۶ مه)زمونږ ملي عواید ۱۴۴ ملیاره افغانۍ وو، چې دا د تیرکال پرتله لس ملیارده یا د نهو او دولسو فیصدو پورې زیاتوالی ښيي".

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تیر۲۰۱۸ مالي کال کې د افغانستان د ملي عوایدو کچه ۱۸۹ ملیاردو افغانیو ته رسیدلې وه.

د پیسو نړیوال وجهې صندوق "آی ایم ایف" په روان کال کې افغانستان لپاره د پیسو د راټولولو هدف ۱۹۵ ملیارده افغانۍ اټکل کړی دی.سږکال په افغانستان کې ټاکنیزو هلو ځلو له امله په کمه کچه د عوایدو د راټولیدو تمه کیدله. خو د مالیې وزارت چارواکي وايي هڅه کوي، چې د تیرکال پرتله سږکال د عوایدو کچه لوړه بوځي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، چې د خصوصي سکټور سره همکارۍ ته په پاملرنې دې تمه لري، چې دا هدف به ترلاسه شي.

د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي، چې په تیرو وروستیو کلونو کې په پرله پسې ډول د افغانستان عواید زیات شوي دي.

د دغو کارپوهانو پر وینا د افغانستان عواید د مالیاتو او ګمرګي تعرفو او هم د غیر مالیاتي منابعو څخه ترلاسه کیږي، چې د پیسو د راټولولو په چارو کې د شفافیت په برخه کې د اقداماتو له امله د مالیې راټولول زیات شوي دي.

د اقتصادي چارو یو کارپوه قیس محمدي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د عوایدو زیاتوالی د مالي د ور کولو په برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د زیاتوالي پورې هم مربوط وباله.

ښاغلي محمدي وویل " خلک اوس په دې باندې ډیر ښه پوهیږي، چې که دوی یو تجارت ولري، نو دوی باید ولاړ شي او مالیه ورکړي".

خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د خونې مرستیال شفیق الله عطايي وايي، چې د عوایدو د زیاتولی علت د حکومت له خوا پر خصوصي سکټور د لوړو مالیو د لږولو له زیات شوي دي.

ښاغلي عطايي وویل " دا یوه څرګنده خبره ده، چې کله د مالیو فشار په دې حد کې وي، چې د هغه سکټور د وضعیت په اړه یو واقعي ارزونه ونه لري او هغې ته په پاملرنې کړنلارې نه وي ټاکل شوې په دقیقه توگه دا د کوچنیو او متوسطو شرکتونو باندې ډیر ناوړه اغیزه ولري".

ښاغلي عطايي د قوانینو په برخه کې د خصوصي سکټور سرهد مالیې د راټولولو په برخه کې د حکومت له خوا د نرمښت غوښتنه وکړه او ویې ویل دا کار به سوداګر حکومت ته د مالیې ورکولو ته وهڅوي.