شاته

د امریکا پوځ د مخدره موادو پر فابریکو برید کې "ولسي افغانان" وژلي

ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په فراه او نیمروز ولایتونو کې د مخدره موادو د تولید پر مرکزونو باندې د امریکا په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ ولسي افغانان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (تلې ۱۷/اکتوبر ۹) په دې اړه د خپلو موندنو راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي: "ملګرو ملتونو د ۱۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون د ۳۹ ملکي تلفاتو تصدیق وکړ، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا په څه باندې ۶۰ سیمو د ګڼو هوایي بریدونو په ترڅ کې رامنځ ته شوي وو. دغه بریدونه د فراه د بګوا ولسوالۍ او د نېمروز د دلارام ولسوالۍ په ځینو هغو برخو وشول، چې د مخدره توکو د تولید مرکزونو په توګه پیژندل شوي وو".

خو په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما دا راپور رد کړی دی او ویلي دي چې دا "د ناسمو معلوماتو او د طالبانو د پروپاګند په اساس برابر شوی" دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سني لیګیت وايي "محدودې معلوماتي سرچینې، منتاقص اهداف او له تاوتریخوالي ډکې اجنداوې د اعتبار وړ نه" دي.

امریکايي ځواکونو ویاند سني وايي "تر برید مخکې استخباراتي معلوماتو دا ښودله چې د طالبانو د نشه يي توکو د تولید فابریکې څنګه معلومیدې په مشخصه توګه یې موقعیت چیرته وو او چا هلته تګ راتګ کاوه".

دوی وايي چې په دغو هوايي بریدونو کې د طالبانو عایداتي سرچینې له منځه وړل شوي. خو یوناما ویلي چې ښايي د مخدره موادو مرکزونه او ورسره تړلي کارکونکي "مشروع اهداف" ونه بلل شي او باید خوندي وي.

په راپور کې ټېنګار شوی چې دغو اهدافو او افرادو ته د نظامي موخو په توګه کتل، په "د توپیر اساسي اصول له منځه وړي او په لویه کچه ملکي خلک او بنسټونه له خطر سره مخامخ کوي".

په راپور کې سپارښتنه شوې چې د مخدره موادو د غیرقانوني فعالیت د مخنیوي لپاره د نظامي عملیاتو پرځای، چې ملکي وګړي له ګواښ سره مخامخ کوي، باید قانوني اقدامات وشي.

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي چې تېرکال یې د اورپکو اقتصادي بنسټونه هم په نښه کړي او ډېر یې ویجاړ کړي دي.