شاته

یو وسله وال په جرمني کې دوه کسان ووژل

د جرمني پولیس وایي هغه وسله وال کس یې نیولی دی چې په ډزو یې دوه کسان وژلي دي.

پېښه د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۹) د جرمني په هالي ښار کې شوې ده.

پولیسو د ټویټر او نورو وسایلو له لارې د سیمې خلکو ته ویلي دي چې پام وکړي.

پولیس چارواکو لا د نیول شوي کس په اړه جزیات خپاره کړي نه دي، خو ویلي یې دي چې په سیمه کې یې د عادي حالت ستنولو لپاره هڅې پیل کړي.

د جرمني سیمه ایزو رسنیو هم دا منلې چې خلک په ډزو کې وژل شوي دي.

لا د پېښې علت او انګیزه معلومه نه ده.