شاته

نیکولاس کې: د رأیو شمېرنه د چټکۍ کار نه دی، حوصله غواړي

ناټو سازمان ویلي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیو د شمېرنې د شفافیت د ډاډمنولو لپاره سخت کار کوي.

په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازی نیکولاس کې وایي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معتبرو رأیو د شمېرنې د شفافیت د ډاډمنولو لپاره سخت کار کوي.

د ښاغلي کې په حواله، دا خبره د ناټو سازمان ملکي استازولۍ په ټوېټر لیکلې ده.

نیکولاس کې د رأیو د شمېرنې پروسې ته په اشارې سره ویلي چې دا د چټکۍ کار نه دی او حوصله غواړي.

نیکولاس کې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د بریتانیا د سفیرې الیسون بلېک په ملتیا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورغلی و او د رأیو د شمېرنې او جدول بندۍ پروسه یې له نږدې وکتله.

په کابل کې د بریتانیا سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې نیکولاس کې او الیسون بلېک دواړو د انتخاباتو کمېسیون ستایلی چې خپلواکي یې ساتلې او لا یې ټینګار پرې کړی چې تر وروستي ممکنه بریده دې شفافیت یقیني کړي.

دوی له کاندیدانو او د هغوی له پلویانو او خلکو غوښتي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ او وروستۍ نتیجې لپاره دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان ته په تمه واوسي.

د بریتانیا سفیرې الیسون بلېک ویلي چې هېواد یې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواکو کمېسیونونو ملاتړ کوي او ټینګار یې دی چې د دوی کارونه له لاسوهنو خوندي پاتې وي.

ناټو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي لپاره له امنیتي ارګانونو سره د روزنې او مشورې همکاري کړي او هم یې په تخنیکي چارو کې د همکاریو ژمنه ورکړې وه.

بریتانیا هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي سره نږدې لس میلیونه ډالر مرسته کړې.

د ټاکنو له ټول ټال نږدې یو نیم سل میلیونو ډالرو بودیجې د ۵۹ میلیونو ډالرو مرستو ژمنه نړیوالې ټولنې کړې وه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دوی له کارونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ د ټاکنو د پروسې شفافیت او د راتلونکي منتخب حکومت لپاره ډېر ارزښت لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل: د انګلستان سفیرې او د ناټو ملکې استازي دواړو د ټاکنو خپلواک کمېسیون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او ویې څارلې، دوی د ټاکنو له پروسې او راتلونکي کې د نتایجو له اعلانه هرکلی وکړ او د میزان شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې یې تېرو ټاکنو ته په کتو یو له ښو انتخاباتو یاد کړل، هم په مالي او هم تخنیکي چارو کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ او ډاډ ورکول ډېر مهم او حیاتي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د څارنې لپاره کورنیو او بهرنیو ادارو او سازمانونو څه باندې یو لک څارونکي ګمارلي وو.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو له روڼتیا د نړیوالې ټولنې ملاتړ د کاندیدانو له خوا د دې پروسې د ننګولو په مخنیوي کې هم مهم رول لوبولی شي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید

دی وایي: څومره چې د افغانستان نړیوال شریکان د دې پروسې په اړه خپل مثبت نظر ورکړي او همدارنګه د دقت غوښتونکي شي، په هماغه اندازه د دې پروسې په شفافیت، مشروعیت او همدارنګه د مسؤلینو په چلند باندې تاثیر کوي، شفافیت یې ډېر مهم دی، ځکه کمېسیون ته مو وینا او سپارښتنه تل دا ده چې دوی د باور جوړونې لپاره ډېر کار وکړي، تر څو کاندیدان او سیاسي ګوندونه خدای مه کړه په یوه مرحله کې د شک او تردید په اساس پروسه چلنج نه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه وشوې چې پکې د لومړنیو شمېرو له مخې دوه میلیونو او شپږ لکو کسانو رأیه ورکړې ده.

د انتخاباتو کمېسیون اوس د دغو رأیو په پروسس بوخت دی او ژمنه یې کړې چې د میزان په ۲۷تمه به لومړنۍ پایله اعلان کړي.