شاته

د ټاکنو کمیسیون: د پایلو ۸۵۵۶ پاڼې معلوماتي سیسټم کې داخلولو ته چمتو دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو اعلان وکړ چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دي چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیسټم ته ورزیات شي.

ددغه کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ نن (میزان ۱۵مه) د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونو له چارواکو سره په ګډه خبری ناسته کې وویل، ددوی کارونه په چټکۍ سره پرمخ روان دي او هڅه یې دا ده چې لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان کړي.

آغلي نورستانۍ وویل: "تردې مهاله د نتایجو جمع بندۍ ملي مرکز په ټولیز ډول د نتایجو ۱۱۱۲۹ پاڼې ترلاسه کړي. له دغو پاڼو ۱۰۴۱۱ پاڼې د نتایجو جمع بندۍ ملي مرکز کې سکن شوي دي. د پایلو ۱۰۳۵۷ فورمې تصفیه شوي، د پایلو ۳۵۴۸ پاڼې د د نتایجو جمع بندۍ ملي مرکز کې آرشیف شوي او د پایلو ۸۵۵۶ پاڼې سیسټم ته دننه کولو ته چمتو دي."

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسې همداراز وویل، ددغه کمیسیون ډیجیټال سنټر ته د ۲۱۹۵۸ محلونو پایلې رسېدلي او ۱۴۵۰۰ یې پروسس شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان کې د رأی اچونې ۲۶۵۶۸ محلونه پرانستل شوي وو.

نیکولاس کې: د رأیو شمېرنه د چټکۍ کار نه دی، حوصله غواړي

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکو لومړی شمېر اعلان کړ

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیسې زهره بیان شینوارې وویل، دوی تردې مهاله په ټول افغانستان کې ۴۵۲۸ شکایتونه ترلاسه کړي دي.

اغلې شینوارې وویل چې دغه شکایتونه په ۳۲ کټګوریو وېشل شوي او په لومړي سر کې په ولایتي دفترونو کې ارزول کېږي.

هغې یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپل کارونه په پوره شفافیت او بې طرفۍ مخته وړي او تورې او سپینې رایې به سره جلا کړي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او په پام کې ده لومړنۍ پایلې یې د روانې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه نېټه اعلان شي.