شاته

د سینې د سرطان میاشت؛ څنگه یې مخنیوی وکړو؟

د اکتوبر میاشت هر کال د سینې د سرطان د پوهاوي میاشت ده، هغه ناروغي چې په ښځو کې تر ټولو پراخ ډول سرطان دی او هر کال په ټوله نړۍ کې څه دپاسه دوه میلیونه ښځې پرې اخته کیږي.

سره له دې چې د سینې د سرطان په درملنې کې د پام وړ پرمختگونه رامنځ ته شوي، خو بیا هم دغه ناروغي په سرطان باندې د اخته ښځو د مړینو عمده عامل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې یواځې په ٢٠١٨ کال کې لږ تر لږه ۶۲۷ زره ښځې د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو له وجې مړې شوې دي.

د سینې په سرطان باندې په اخته کیدو کې یو لړ عوامل شامل دي چې دلته تر ټولو مهمو لاملونو ته یې اشاره کوو.

عمر:

د عمر په زیاتیدو سره د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو خطر زیاتیږي. د امریکا د متحده ایالاتو د سرطان د انجمن د شمیرو له مخې د سینې سرطان ٨٢ فیصده په هغو ښځو کې تشخیص کیږي چې عمر یې له ٥٠ کالو اوچت وي او د عمر په زیاتیدو سره دغه شمیره هم لوړیږي.

په وخت او سمدستي تشخیص او د تیو منظم معاینه کول په ځانگړې توگه مموگرام او التراساوند، ددغې وژونکې ناروغۍ نه د ښځو د ژغورنې اساسي رکن گڼل شوی دی.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې د ٥٠ کالو زیات عمر لرونکې ټولې ښځې باید په هرو دوو کلونو کې یو ځل د مموگرام یا د تیو ایکسری وکړي. له ٥٠ کلونو نه ځوانې میرمنې په ځانگړې توگه هغه کسان چې د روغتیایي سابقې، کورنۍ تاریخچې او نورو عواملو له مخې پدغه ناروغۍ باندې د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي، باید د ۴٠ کلنۍ څخه هر کال یا لږ تر لږه په هرو دوو کلونو ځان معاینه کړي.

جنس:

ښځې په پراخه توگه د سینې د سرطان قربانیانې دي. د امریکا د سرطان ټولنې د شمیرو له مخې د هرو اتو ښځو څخه یوه ښځه د سینې په سرطان اخته کیږي، پداسې حال کې چې د هرو ۸۸۳ نارینو څخه یو یې پدې ناروغۍ اخته کیږي.

پدې خاطر ښځو ته په ځانگړې توگه ټینگار کیږي چې د امیندوارۍ له عمر وروسته د سینې د سرطان معاینې وکړي.

نژاد:

د سپین پوستو ښځو په پرتله تورپوستې ښځې زیاتې د سینې د سرطان قرباني کیږي. د امریکا په متحده ایالاتو کې رسمي شمیرې ښیي چې د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٧ پورې د سینې د سرطان له وجې د تور پوستو ښځو مړینې د سپین پوستو ښځو په پرتله ۴٠ فیصده زیاتې وې.

وراثت:

څیړنو ښودلې چې د سینې د سرطان له ٥ نه تر ١٠ پورې پیښې د کورنۍ تاریخچې پورې مربوطې وې. پدې خاطر هغو ته چې په کورنۍ کې یې د سینې په سرطان اخته کسان وو سپارښتنه کیږي چې له نورو څخه زیاته پاملرنه وکړي او حتی په ځوانۍ کې هم د سینې د سرطان د څارنې لپاره معاینات وکړي.

سربیره پر دې د ژوندانه په بڼه کې یو لړ بدلونونه هم پدې ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر راټیټوي. سالمه تغذیه، ورزش او فزیکي فعالیت، د الکولو او سگرټو له استعمال نه پرهیز او د چاغیدو مخنیوی او په سالمه کچه د بدن د وزن کنترول، ماشومانو ته د تیو شیده ورکول د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو د مخنیوي عمده لارې چارې گڼل شوې دي.

څیړنو ښودلې ده چې د سالمې غذا خوړل نه یواځې د سینې پر سرطان باندې د اخته کیدو مخنیوی کوي بلکه د یو شمیر نورو سرطانونو، د شکرې په ناروغۍ، قلبي امراضو او مغزي سکتې باندې د اخته کیدو خطر هم راکموي.