شاته

هند د جنوبي افریقا نه د ټیست لومړنۍ لوبه په غټ توپیر وګټله

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا نه د ټیسټ لومړنۍ لوبه د ۲۰۳ منډو په توپیر وګټله.

دا په پرله پسې ډول دریم ځل دی چې هند د سیالې لوبډلې نه د ټیسټ لوبه پداسې حال کې ګټي چې د منډو توپیر یې د ۲ سوو نه زیات وي. هند پخپل لومړني نوبت کې ۵۰۲ منډې وکړلې او یوازې ۷ لوبغاړي یې وسوځیدل او په دویم نوبت کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۲۳ منډې وکړلې.

سره لدې چې د جنوبي افریقا د سر لغوباړي، ډن الګار ۱۶۰ منډې وکړلې او ویکټ ساتونکي کوینټن ډي کاک ۱۱۱ منډې وکړلې خو پخپل لومړني نوبت یې ونشو کړی چې حتی د هند د لومړني نوبت منډې ور پوره کړي. د جنوبی افریقا لوبډلې ۴۳۱ منډې وکړلې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.

جنوبي افریقا پخپل دویم نوبت کې بیا یوازې ۱۹۴ منډې وکړلې او ټول لوبغاړي ې وسوځیدل.

د هند لپاره په توپ اچونې کې تر ټولو ښه لوبه رویچندران اشوین او محمد شامې وکړله. اشوین په لومړۍ پاڼۍ کې د جنوبي افریقا ۷ او په دویمې کې یو لوبغاړی وسوځاوه او محمد شامې بیا په لومړنۍ پاڼۍ کې هیڅ خو په دویمې کې پنځه لوبغاړي وسوځول.

هندی بیټسمین روهیت شرما د لوبې غوره لوبغاړی شو.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.