شاته

د کالیفورنیا د یو رستوران مشتریان د مروانا د څکولو اجازه لري

په کالیفورنیا کې لومړنی رستوران چې خپلو مراجعینو ته مروانا وړاندې کوي په ویست هالیووډ کې پرانستل شو.

دا پداسې حال کې دي چې دغه رستوران د الکلي مشروبانو د خرڅلاو اجازه نلري.

د ٣٠٠ درخواست کوونکو له ډلې څخه د لوال فرامز رستوران مالکان توانیدلي چې په مشتریانو باندې د مروانا د خرڅلاو اجازه لیک ترلاسه کړي.

ددې رستوران یو مدیر کوین بدلي وایي چې خلکو ددغه رستوران خورا هرکلی کړی دی.

هغه وایي: "وروسته له دې چې د رستوان د تلیفون نمره او ویبپاڼه فعال شول، خلکو حتی د فلوریدا او مشیگان په څیر نورو ایالتونو نه دې ځای ته د راتلو هیله څرگنده کړه. یو شمیر کورنۍ او حتی یو شمیر ځوانان د خپلو نیاو او نیکونو سره دلته راغلي وو. مونږ نړیوال مشتریان هم درلودل چې د روسیې، جاپان او ایټالیا څخه وو او د رستوران د پرانستلو په مراسمو کې یې گډون وکړ."

که څه هم چې د کالیفورنیا ایالت د مروانا تفریحي استعمال د ٢٠١٦ کال راهیسې قانوني او ازاد کړی خو په عمومي اماکینو کې یې مصرف لاهم غیر قانوني دی.

د لوال فارمز رستوران د مروانا نه د گټې اخیستلو پر اجازه لیک سربیره کولای شي د مروانا نه جوړ شوي محصولات لکه د مروانا غوړ هم خرح کړي، خو هیڅوک اجازه نلري چې دغه محصولات له دکان بهر یوسي.

سربیره پر دې د رستوران مراجعین اجازه لري چې خپله مروانا هم له ځانه سره راوړي او هلته یې وڅکوي، خو د هغې په بدل کې باید شل ډالره د رستوران نه د گټې اخیستلو لپاره ورکړي.